باجوړ:د ډپټي کمشنر په مشرۍ کښې د کورونا ويکسينيشن په اړه غونډه اوشوه

د ګرد هيواد پشمول د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعو کښې هم د کورونا مخنيوي لپاره د ويکسين لګولو عمل روان دے چې پکښې امنيتي ادارې, ضلعي انتظاميه او د محکمه صحت چارواکې برخه اخلي,ځائي خلکو کښي د ويکسين په اړه د بيدارۍ کمپائن هم پيل شوي دي.

د باجوړ د ډپټي کمشنر افتخار عالم په مشرۍ کښې د کورونا ويکسينيشن کارکردګۍ په اړه د جائزې غونډه وشوه چې پکښې د اين سټاپ افسر ډاکټر عبدالرحمن د کورونا ويکسينيشن په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړو او تر دې دمه شوي پرمختګ په اړه ئي تفصيلي خبرې اوکړې.

په غونډه كښې د زكات او عشر وزير انور زيب خان، د ضلعې پوليس افسر عبدالصمد خان، اېډيشنل ډپټي کمشنر زامن خان مهمند، اسسټنټ کمشنر خار حمزه ظهور، اسسټنټ کمشنر خار حمزه ظهور، اسسټنټ کمشنر ناوګي زاهد کمال، د ضلعي هيلتھ افسر فیصل کمال او نورو ضلعی افسرانو ګډون اوکړو.

غونډې ته د ډپټي کمشنر افتخار عالم وينا وه چې د کورونا مخنيوي لپاره به ټول وسائل کارولې شي ځکه چي دا يوه نړيواله وبا ده او دا چې د دې ځانګړې علاج ويکسين لګول دي, دوي د ځائي اولس نه هم د ويکسين لګولو اپيل کړې دے.

شیئر یې کړی