انډر ۲۱ خیبرپختونخوا لوبو کښې د ضلع خيبر لوبډلو دويم پوزيشن ترلاسه کړو

د خېبرپښتونخوا انډر ۲۱ ګیمز کښي د ضلعی سپورټس ډپارټمنټ، لوبغاړو او چارواکو د نه ستړي کیدونکي محنت په نتیجه کښي خېبر ضلعې د ۳۴ ضلعو نه دوهم پوزیشن ترلاسه کړو.
د پېښور په قيوم سټيډيم کښې د خېبرپښتونخوا انډر ٢١ انډر ګېمونو کښې د جوډو ټول ټيم اول، کراټې او ووشو کښې دويم مقام خپل کړو، د سرو زرو، درې د سپينو زرو او يو د برونزو مډالونه يې وګټل. په ووشو کښې د سپینو زرو او ۲ د برونزو مډالونه، د جمناسټیک په برخه کښې د ۱ د سرو زرو او ۲ برونزو مډالونو سره دریم مقام ترلاسه کړ، په کشتۍ کښې د سپینو زرو او ۱ براون مډال ترلاسه کړو.

د خېبرپښتونخوا انډر ۲۱ لوبو کښې ټولټال ۹ د سرو زرو، ۷ د سپینو زرو او ۸ د برونزو مډالونه ګټلي، چې ټولټال ۲۴ مډالونه جوړوي.د خيبرپښتونخوا سپورټس سيکرټري مارشل آرټ کښي غوره کارکردګي لپاره کراټي ميټ ورکولو اعلان کړے دے, د خېبرپښتونخوا انډر ۲۱ لوبو کښې د خېبر ضلعې لوبغاړو خپل استعدادونه ښودلي او په ۳۴ ضلعو کښې یې دوهم مقام خپل کړی دی.

شیئر یې کړی