افغانستان کښې د بشري مرستې لپاره نړيوال امداد ته اړتيا ده, سرلښکر قمر جاويد باجوه

د پاك فوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه افغانستان د انساني الميې نه ساتلو او د بشري مرستې رسنې لپاره د آسانې اداره جاتي تګلارې وضعه كولو په فوري حاجت زور راوړے ,د دې خيالاتو څرګندونه هغه د بيلا روس سفیر اېنډری میټلسټا سره په جي اېچ كيو كښې د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه.

د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال د افغانستان په موجوده صورتحال، د بشري مرستو په همکارۍ ٬ سيمه ايز امنيت او د دفاعي مرستې د صلاحيتونو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه, د فوځ سرلښکر ووئيل پاکستان په سيمه ايزو او نړيوالو چارو کښې د بېلاروس کردار ته په درنه سترګه ګوري او مونږ ورسره دوه اړخيزه اړيکو كښې پراختيا غواړو.

د پاك فوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه افغانستان د انساني الميې نه ساتلو او د بشري مرستې رسنې لپاره د آسانې اداره جاتي تګلارې وضعه كولو په فوري حاجت زور راوړو, ګران مېلمه سيمه ايز استحكام ٬ د افغانستان صورتحال او بارډر مېنجمنټ لپاره د پاكستان د هڅو او كردار ستائنه وكړه, هغه پاكستان سره په ټولو څانګو كښې سفارتي اړيكې ښې كولو له د خپل كردار ترسره كولو عزم هم وكړو.

شیئر یې کړی