جنوبي وزيرستان:د سي ايل سي پي سروے له سيوري لاندې امدادي چيکونه تقسيم کړې شو

د قبائيلي ضلعو هغه کورنۍ څوک چې د ترهګرۍ له وجې بې کوره شوي وو او ودانۍ ئي ړنګې شوې وې د هغوي بيا ودانيو لپاره حکومت او ضلعي انتظاميه چمتو کردار لوبوي,په دغه غرض شروع کړې شوې سي ايل سي پي سروے کاميابۍ سره روانه ده.

په دغه اړه د جنوبي وزيرستان انتظاميه هم لګيا ده او د سي ايل سي پي سروے امدادي چيکونه د يو عمل پوره کيدو روستو تقسيموي,د جنوبي وزيرستان ډپټي کمشنر خالد اقبال خټل په هداياتو اسسټنټ کمشنر لدها فرحان خان امدادي چيکونه تقسيم کړي دي.

د ډي سي دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه ۱۱۹ متاثره کورنيو کښې د مالي مرستې ۴ کروړه,۵۰ لکه او ۲۰ زره روپۍ تقسيم کړې شوې.په دې موقعه اسسټنټ کمشنر لدها فرحان خان ووئيل چې دا عمل به تر هغې جاري وي ترڅو چې ټولو متاثره کورنيو ته معاوضه نه وي ترلاسه شوي ځکه چې زمونږ ذمه واري ده چې دغه خلک يو ځل بيان په خپلو کورونو کښې آباد شي او د يو ښه ژوند جوګه کړې شوي.

شیئر یې کړی