قبائيلي ضلع باجوړ:د پاک فوځ په مرسته جوړ کړې شوي ګورنمنټ ګرلز سکول پرانسته اوشوه

قبائيلي ضلع باجوړ کښي د پاک فوځ او فرنټیئر کور خیبر پختونخواہ نارتھ په مرسته جوړ کړې شوي ګورنمنټ ګرلز پرائمري سکول بابر شاه پرانسته اوشوه,دغه سکول په قبائيلي ضلع باجوړ کښې د جينکو زده کوونکو لپاره ځيرې ګرځول شوې دے.

پرانسته دستوره کښې د قامي اسمبلۍ غړے ګل داد خان مشر ميلمه وو,دوي په باقاعده توګه د سکول پرانسته وکړه.په دې موقعه د محکمه تعليم چارواکو, حکومتي نمائندګانو او ګڼ شمير ځائي خلکو ګډون کړې وو چي پکښي ملک بادشاہ رحمان ، ملک صاحب زلی ، ملک حضرت علی ، ملک لال محمّد شامل وو.

پرانستې دستورې ته د ايم اين اے ګل داد خان وينا وه چي تعليم د يو قام پرمختګ ځانګړې لار ده,دوي وئيلي چې پاک فوځ او ايف سي مشرانو په قبائيلي سيمو کښې د تعليمي پرمختګ لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي او دغه لړۍ کاميابۍ سره روانه ده.

جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي چي دغه سکول کښې ټولي تعليمي اسانۍ ورکړې شوي دي چي پکښې ولر پینلز ، سٹاف روم ، لیب پشمول لائيبريري او د لوبو ميدان هم شامل دي.ځائي خلکو د پاک فوځ او ايف سي مشرانو خصوصي شکريه ادا کړې ده.

ياده دې وي چې د تلپاتې امن په ځائي کولو روستو پاک فوځ او د ايف سي مشرانو په قبائيلي سيمو کښې ګڼ شمير پرمختيائي پروژې عملي کړي دي چې پکښې د پرائمري سکولونو نه تر کيډت کالجونو پورې تعليمي ادارې شاملې دي.

شیئر یې کړی