پاکستان په نړۍ کښې د امن تر ټولو لوئي داعي هيواد دے, اسد قيصر

د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې پاكستان د امن تر ټولو لوي داعي دے، په افغانستان كښې د امن په نتيجه كښې به په مېنځنې ايسيا كښې اقتصادي بدلون راشي چې ورسره به په ګرده سيمه کښې پرمختيائي سفر ته دوام ترلاسه شي.

د جاري شوې خبرپاڼې له مخې ده دا خبرې په پنج پير صوابې كښې د پرمختيائي پروژو د پرانستې په موقع په خپله وېنا كښې وكړې. ده ووئيل چې په افغانستان كښې د امن په نتيجه كښې به په مېنځنې اسيا كښې اقتصادي بدلون راشي، د پاكستان چين اقتصادي لارې او په خاص توګه ګوادر سره به په مېنځنې اسيا كښې د كاروبار او روزګار نوے دور پېل شي.

د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر دا هم ووئيل چي په نړۍ كښې د كورونا وبا نه پس عارضي بحران پېدا شوے، غريب او متوسط طبقې ته به ډېر زر ريليف وركړو. ده ووئيل چې په اوسني دور كښې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان پشمول د پخوانې فاټا پرمختګ ته خاص پام كولې شي.

خپلو خبرو کښې اسد قيصر د پاکستان په اپوزيشن ګوندونو هم سختې نيوکې وکړې او وئيلي ئي دي چي هيواد کښې د ګرانۍ اصل وجه پخواني حکومتونه دي چا چې هيواد په قرضونو کښې ډوب کړې ولې موجوده حکومت د قرض ختمولو لپاره هڅې کوي.

شیئر یې کړی