حكومت دټي ايل پي مظاهرچيانو سره كوم ډول تصادم نه غواړي, شيخ رشيد احمد

د کورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد وئيلي چې د تحريک لبيک مظاهرچيانو سره د حکومت پلاوي کامياب مذاکرات کړي دي چې پکښې د هغوي ځيني غوښتنې منل شوي هم,دوي وئيلي چي حالات به د نهې په ورځ معمول ته راشي.

شخصي ټي وي سره مرکه کښې د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې كالعدم ټي اېل پي سره د امن مذاكرات شوي دي، د نهې تر ورځ به صورتحال معمول ته راشي، اوسنې حكومت په هېواد كښې د قانون په سرلوړې باور لري او مونږ حقيقي جمهوري اصولو سره ولاړ يو، چا ته به هم قانون په خپل لاس كښې د اخستلو اجازه ورنه كړې شي.

شيخ رشيد احمد ووئيل چي چې حكومت مظاهرچيانو سره كوم ډول تصادم نه غواړي، مونږ مظاهرچيانو سره ټولې مسئلې په سوله ايز ډول حل كوو. ده ووئيل چې د احتجاج او دهرنې په وجه بند كړې شوې لارې به د نهې تر ورځ پرانستلې شي.

مرکه کښي د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد دا هم وينا وه چې حكومت به په هېواد كښې د امن او امان صورتحال په ځائ ساتلو لپاره ټول ضروري اقدامات كوي او چا ته به هم قانون په خپل لاس كښې د اخستلو اجازه ورنه كړې شي.

شیئر یې کړی