شمالي وزيرستان:ګورنمنټ سکول خسوخيل کښي د محسن داوړ جلسه,د تعليم سپکاوې او حکومت؟

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعو کښې د تلپاتې امن په ځائې کيدو روستو که يو خوا امنيتي ادارې او حکومت د تعليم ودې لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي,ګڼ شمير تعليمي ادارې په وجود کښي راغلي نو بلخوا د قامي اسمبلۍ غړے او د نيشنل ډيموکريټک موومنټ مشر محسن داوړ دغه تعليمي ادارې د خپلو سياسي مقصدونو لپاره کاروي.

د قبائيلي ضلع جنوبي وزيرستان ميرعلي کلي په ګورنمنټ سکول خسوخيل کښي تيره ورځ د محسن داوړ په مشرۍ کښې د نيشنل ډيموکريټ موومنټ جلسه شوې چې پکښي جمال داوړ, عادل داوړ او ملک جاويد اقبال پشمول څه ځائي تنان شريک وو.

ګورنمنټ سکول خسوخيل کښي د جلسې روستو د سوشل ميډيا کاروونکو او ځائي خلکو په محسن داوړ سختې نيوکې کړي او وئيلي ئي دي چې زمونږ په سيمه د ترهګرۍ جګړه تيره شوې,زمونږ بچي د تعليم څخه محرومه پاتې شوي ولې اوس د امن په ځائې کيدو روستو که امنيتي ادارو تعليم ته خصوصي پاملرنه کړې نو د محسن داوړ پشان ځيني سياسي او د هيواد دښمنان دغه تعليمي ادارو کښي جلسې کوي چې د غندنې وړ خبره ده.

ياده دې وي چې محسن داوړ خپله په يو شمير احتجاجي جلسو کښې وئيلي چې قبائيلي ضلعو کښې د تعليمي اسانيو کمې دے او زمونږ بچي تعليم غواړي خو له بده مرغه چې حکومت او امنيتي ادارو په دغه سيمو کښي د تعليم ودې لپاره هلې ځلې پيل کړې نو محسن داوړ د سرکاري ودانيو غيرقانوني استعمال شروع کړو.

د محسن داوړ دا قسمه حرکتونه د دې خبرې څرګندونه کوي چې نيشنل ډيموکريټک موومنټ,پي ټي ايم او دغه شان ځيني شرخوښي د ذاتي فائدې لپاره د قبائيلي اولس ژوند په داؤ لګولو ته تياري دي,دوي غواړي چي قبائيلي نوي کول د تعليم د رڼا څخه محرومه پاتې شي او دا چې بيا ئي دوي د هيواد او امنيتي ادارو په اوکاروي ولې دوي دې خبر وي چې پختانه بيدار دي.

د اين ډي ايم د جلسې روستو د سوشل ميډيا کاروونکو په صوبائي حکومت او د تعليم په وزير هم سخت ټکونه کړي دي او وئيلي ئي دي چې محسن داوړ د تعليم ادارو غلط او غيرقانوني استعمال کوي نو پکار ده چې د هغه په ضد دې قانوني کاروائي وکړې شي ځکه چې دا قسمه غير قانوني هلو ځلو سره د قبائيلي نوي کول په تعليم منفي اثر غورځيدے شي.

شیئر یې کړی