جنوبي وزيرستان:امن په ځائې ساتلو لپاره د وزير قبيلې مشرانو, پاک فوځ او پوليسو ترمينځ جرګه اوشوه

جنوبي وزيرستان کښې د پاک فوځ يونټ کمانډر وئيلي چې قبائيلي ضلع جنوبي وزيرستان کښې راتلونکي وختونه د پرمختګ او سوکالۍ دي,دوي وئيلي چې دې سيمه کښي امن په ځائې شوې او اوس امنيتي ادارې او حکومت په پرمختيائي پروژو تندۍ سره کار کوي.

د جنوبي وزيرستان په سعید شهید کیمپ شکئی کښې د پاک فوځ ځائي مشرانو,وزير قبيلې او پوليسو ترمينځ د تلپاتې امن لپاره لويه جرګه اوشوه چې پکښې د سيمې په سيکيورټي چارو او ځيني اولسي ستونزو تفصيلي خبرې اوشوې.

په دي موقعه د وزير قبيلې مشرانو خپلو خبرو کښي ووئيل چې د امنيتي ادارو او ځائي اولس د قربانيو له امله سيمه کښي امن په ځائې شوې دے چې پکښې د پاک فوځ څرګنده کردار دے,دوي غوښتنه کړې چې روانې پرمختيائي پروژو باندي دې تعميراتي کار تيز کړې شي.

ځائي مشرانو د پاک فوځ خصوصي شکريه ادا کولو سره وئيلي چې د سيمې پرمختګ لپاره به پاک فوځ سره څنګ په څنګ ولاړ يو او دا چې څوک هم د سيمې امن ته زيان رسوي نو د هغوي په ضد به په ګډه عمليات کوو ځکه چې امن د ډيرو قربانيو روستو ترلاسه شوې دے.

شیئر یې کړی