خېبر پختونخوا كښې ۲۴ لكه زده كوؤنكو ته د ۶ اربه روپو فرنيچر وركولې شي٬ شهرام تراكۍ

د خېبر پختونخوا د اېلمنټري اېنډ سېكنډري اېجوكېشن وزير شهرام تراكئ وئيلي دي چې د ټولو سركاري سكولونو ټول زده كوؤنكو ته فرنيچر وركول زمونږ هدف او د وزيراعظم عمران خان وژن دې, د خېبر پختونخوا اعلی وزير خصوصي هڅو سره ۲۴ لكه نه زيات زده كوؤنكو ته د ۶ اربه روپو فرنيچر وركولې شي.

د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان سره په ګورنمنټ حسنېن شریف هائیر سېکنډری سکول سټی نمبر ۱ پېښور كښې سركاري سكولونو ته د فرنيچر وركولو پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې شهرام ترکۍ ووئيل چې په بدله شوې خېبر پختونخوا كښې به اوس كوم كوچنې په ټاټ ناسته نه كوي, په اولني پړاؤ كښې به ۱۲ لكه زده كوؤنكو ته د ۳ اربه روپو او په دوهم پړاؤ كښې به نورو ۱۲ لكه زده كوؤنكو ته د نورو ۳ اربه روپو فرنيچر وركولې شي چې ورسره به نزدې ۹۵ فيصده زده كوؤنكو ته د فرنيچر آساني ترلاسه شي.

په دې موقعه صوبائي وزيران ٬ د خېبر پختونخوا اسمبلۍ غړي ٬ د اېلمنټري اېند سېكنډي ايجوكېشن سېكتر ٬ ضلعي اېجوكېشن افسران او زده كوؤنكي موجود وو, د پرانستې دستورې ته خطاب كښې د تعليم وزير شهرام خان ووئيل د سكول نه بهر كوچنيانو لپاره ډبل شفټ سكول پروګرام پېل كړې شوې دې, د پروګرام په اولني پړاؤ كښې په ۱۲۰ سكولونو كښې دوهم شفټ پېل كولو سره ۳۰۰۰ زده كوؤنكي داخل كړې شوي دي او د پروګرام دويم پړاؤ له ۲۳۰ نور سكولونه ټاكلې شوي دي.

شهرام ترکۍ ووئيل چي د كوچنيانو آسانيو له د صوبې په ټولو بورډونو كښې سټوډنټس فېسیلیټېش سنټرز جوړ كړې شوي دي,هغه ووئيل امتحانونو كښې سپېځلتيا له د سي سي ټي وي كېمرو د لارې مانيټرنګ ممكن كړې شوې دې۔ د ډیجیټائزېشن پالېسۍ حوالې سره هغه ووئيل د خېبرپختونخوا په سركاري سكولونو كښې سمارټ سكول ايجوكېشن پروګرام پېل كوؤ,دې پروګرام لپاره کوډډ مائینډز او هوپ ۸۷ ادارو سره د تفاهم يادښتونه لاس ليك شوي دي,ټول تمام درسی کتابونه به ډیجیټلائز كولې شي كوم به چې په وېب سائټ موجود وي.۔

شیئر یې کړی