هندي ځواكونه ټولنې ته سزا وركولو لپاره د كشمير مېرمنو سپكاوے كوي٬ منير اكرم

پاكستان د امن په خاطر او د شخړو مخ نيوي لپاره په هلو ځلو كښې د ملګرو ملتونو امن مشن كښې د مېرمنو د مكمل او يو برابر ګډون ملاتړ كولو سره غوښتنه كړې چې د غېر ملكي قبضه لاندې او جنګ ځپليو هېوادونو كښې دې د مېرمنو تحفظ باوري كړے شي.

دا خبرې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازي منير اكرم په سلامتي كونسل كښې د مېرمنو د امن او سلامتيا په موضوع د بحث په مهال وكړې, ده ووئيل تر غېر ملكي قبضې په لاندې او جنګ ځپليو هېوادونو كښې د مېرمنو او جينكو په ضد تشدد او د عصمت درې پیښې ډېرې زياتې شوي٬چرته چې جنسي تشدد او سپكاوے د جنګي وسلې په توګه كارولي كېږي.

منير اکرم ووئيل په كشمير كښې د هند قابضو ځواكونو لخوا په كشميريانو مېرمنو د جنسي تشدد او عصمت درې دستاويزي شواهد موجود دي,ده په مقبوضه جمو كشمير كښې د مېرمنو عصمت دري او د جنسي تشدد پېښې په ګوته كولو كښې ووئيل د هند قابضو ځواكونو مقصد ټولې ټولنې ته سزا وركول او رسوا كونه دي.

د پاکستان دائمي استاذي وئيلي چې د دې تصديق په كال ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ كښې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د هائي كمشنر دفتر٬د نړيوالې مېډيا او د بشري حقونو تنظيمونو په دوو رپورټونو كښې هم شوے دے۔

شیئر یې کړی