افغانستان کښي د هند د نشه اي توكو غېر قانوني كاروبار ۳۰۰ اربه روپو ته رسېدلې

د افغانستان څخه د امريكې په ناڅاپي وتلو هند په افغانستان كښې د نشه اي توكو د قاچاق كونكې خپل نېټ ورك ثبوت پټولو كښې سختو ستونزو سره مخ دے او اوس په افغانستان كښې د نشه اي توكو د لارې د ترلاسه كړي دولت په اړه د خپلو ثبوتونو ختمولو هڅې كوي٬هند خپل هوس پوره كولو لپاره د نشه اي توكو په تجارت كښې ككړ دے.

د سرچينو ترمخه د هند د نشه اي توكو غېر قانوني كاروبار ۳۰۰ اربه روپو ته رسېدلے, په هند كښې د نشه اي توكو كارولو كښې د غېر معموليزياتوالي اندازه په كال ۲۰۱۹م كښې د هند د سماجي انصاف او اختيار وزارت د هغې رپورټ څخه لګېدې شي چې د نشه اي توكو په مجموعي استعمال كښې ۲.۶ فيصد افيون استعمال شوي٬په ټوله نړۍ كښې د دې د كارونكو اندازه ۵۷.۸ ده.

په كال ۲۰۰۱ كښې د طالبانو د بې دخله كېدو نه پس په دوو كلونو كښې په افغانستان كښې د كوكنارو كر د ۱۸۰ ټن نه ۳۴۰۰ ټن ته رسېدلے ؤ ,د يو اېن ډي سي له مخې تر كال ۲۰۰۳م د كوكنارو د كر څخه د افغانستان د نشه اي توكو ماليت ۲.۳ اربه ډالر ته رسېدلے وو.

د افغانستان څخه د غېر ملكي ځواكونو وتلو په مهال د كوكنارو پېداوار ۹ زره ټنه لوړې كچې ته رسېدلے, ډرګ مافيا د ۲۱-۲۰۲۰ د كوكنارو فصل د طالبانو څخه د بچ كولو هڅې كوي, د هند په ټولنه كښې چرته چې نشه اي توكي په آسانه ترلاسه كېږي دې سره زيات ماشومان مخ كېږي, تجزيه كار باور لري چې د نړۍ د لويې جمهوريت دعوی كونكے هېواد د نشه اي توكو لويې هېواد جوړ شوے ٬د حېرانۍ خبره ده چې په جنګ ځپلي هېواد افغانستان كښې د كوكنارو په پراخه پېمانه كروندې سره د هند تعلق ته لويدېزو طاقتونو هم پام نه ؤ كړے.

شیئر یې کړی