شمالي وزيرستان:عملياتو کښې ۲ ترهګر وژل شوي,د امنيتي ځواکونو ۲ غړي هم شهيدان شو

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعو کښي د پرمختيائي سفر مخه نيولو لپاره ترهګر هڅې کوي ځکه چې دغه سيمو کښې د تلپاتې امن په ځائي کيدو روستو د هيواد دښمنان انديښنو سره مخ دي ولې د هيواد امنيتي ادارې چمتو دي چې ترهګر په خپلو ناوړو ارادو کښي ناکامه کړي.

په شمالي وزيرستان كښې د امنيتي ځواكونو عملياتو په مهال د ډزو په تبادله كښې دوه ترهه ګر مړۀ او دوه امنيتي اهلكار شهيدان شوي,د پاك فوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع د شمالي وزيرستان په ميران شاه سيمه كښې عمليات كړي.

آئي ايس پي آر خپل بيان کښي وئيلي چې د ډزو په تبادله کښې دوه ترهګر وژل شوي دي چې پکښې يو مهم ترهګر احمدالله شامل دے,بيان کښي وئيلې شوي دي چي د ترهګرو له ولقې نه درنه وسله او چاؤديدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.

آئي ايس پي آر وئيلي چې د ډزو په تبادله كښې دوه امنيتي اهلكار ۳۴ كلن نائيك خليل د كوهاټ اوسېدونكے او ۲۱ كلن شاكرالله د لكي مروت اوسېدونكے شهيدان شوي.د پيښې روستو امنيتي ځواکونو سيمه خپله ولقه کښې اخستې او لټون عمليات ئي پيل کړي دي.

شیئر یې کړی