خيبر:رائټ ټو سروسز ايکټ فعالولو لپاره چمتو کردار لوبوو, ضلعي انتظاميه

د ډپټي کمشنر ضلع خيبر په خصوصي هداياتو د ایډیشنل اسسټنټ کمشنر(جمرود) عبد القیوم په مشرئ کښې د رائټ ټو پبلک سروز کميشن په اړه غونډه شوې چې پکښي د ضلعي انتظاميې متعلقه حکومتي چارواکو ګډون کړې وو.

د غونډې په مهال ايډيشنل اسسټنټ کمشنر ته د آر ټي ايس په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړې شو او هغه د تحصيل په سطح اولس ته د خدماتو رسولو, شعور خپرولو او په دغه اړه تر دې دمه شوي اقداماتو څخه خبردار کړې شو چې څنګه آر ټي ايس نظام کاميابولو لپاره هڅې روانې دي.

په دې موقعه ايډيشنل اسسټنټ کمشنر متعلقه چارواکو ته امر کړې چې رائټ ټو پبلک سروز ايکټ د سيوري لاندې دې اولس ته د حکومتي خدماتو پورې رسد يقيني کړې شي ځکه چې دا د دوي بنيادي حق دې, دوي وئيلي چې موجوده حکومت او ضلعي انتظاميه په دې خبرو عقيده ساتي چې د اولسي پرمختګ لپاره ټول وسائل اوکاروي او د دوي په مشوره پرمختيائي پروژې پيل کړي.

شیئر یې کړی