د سېلګرۍ نړيواله ورځ لمانځلو مقصد د دې څانګې كلتوري او معاشي اهميت رامخې ته كول دي, اسد قيصر

د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي چې د سېلګرۍ نړيواله ورځ لمانځلو مقصد د دې څانګې سماجي٬كلتوري او معاشي اهميت رامخې ته كول دي٬پاكستان سېلګرۍ لپاره محفوظ ځاې دے٬د سېلګرۍ څانګې ته وده وركولو سره د هېواد اقتصادي مسئلې حل كېدې شي.

د سېلګرۍ نړيوالې ورځ لمانځلو په موقع په خپل پیغام كښې ده ووئيل چې مونږ د خپل تېر پياوړي وخت او د سباؤن محافظ په حېث نړيوالې ورورولۍ سره د سېلګرۍ ورځ لمانځو٬لوے څښتن پاكستان ته د سېلګرۍ په اعتبار سره قدرتي حسن وركړے,ده ووئيل چې لوے څښتن د پاكستان څلورو صوبو پشمول ګلګت بلتستان او آزاد جمو كشمير ته زړه راښكونكي قدرتي مناظر وركړي, د سېلګرۍ څانګه وړوكي كاروبار او د هېواد اقتصادي پرمختګ كښې د زياتوالي بشپړه صلاحيت لري.

سپيكر ووئيل چې پاكستان كښې د سېلګرۍ څانګه د پائيدار پرمختګ په اړه د اهميت وړ ګڼلې كېږي٬دا څانګه د هېواد زرمبادله د ګټې يوه لويه ذريعه ده٬په هېواد كښې د سېلګرۍ وده او پرمختګ لپاره د حكومت هڅې د ستائنې وړ دي٬ دې څانګې ته پرمختګ وركولو سره هېواد نه غربت او بې روزګارۍ ختمېدې شي.

سپيکر خپل پيغام کښي دا هم ووئيل چې حكومت به د سېلګرۍ څانګې پرمختګ او ځايي او نړيوالو سرمايه كارو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي, سپيكر ووئيل چې ګلګت بلتستان له لوے څښتن قدرتي حسن وركړے٬د ټولې نړۍ سېلګري دې د ګلګت بلتستان زړه راښكونكې ښكلا څخه خوند اخستلو لپاره د دې سيمې دوره وكړي

شیئر یې کړی