د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کښې د ټولشموله حکومت غوښتنه کړې

افغانستان کښې د امارت اسلامي له ولقې او د حکومت سرپرست کابينې اعلانيدو روستو نړيوال قوتونه يو شمير انديښنې لري, د افغانستان په ستونزو او په خصوصي د ښځو حقونو باندې يو شمير غونډې تر دې دمه ترسره شوي دي چې پکښې د افغانستان لپاره په تګلاره خبرې شوي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنځو دایمي غړو امریکا، برطانیا، چین، روسیې او فرانسې د استازو غونډې وروسته چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان موضوع ته ځانګړې شوې وه، اعلان شوی چې دغه هېوادونه په افغانستان کښې د ټولګډونه حکومت رامنځته کېدو ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې وروسته د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ویلي، د امنیت شورا ټول غړي قدرتونه په افغانستان کښې داسې سوله او ثبات غواړي چې ”بشري مرستې له تبعیض او هر ډول ستونزې پرته ووېشل شي. ”

چین او روس تېره میاشت په بېړه له افغانستانه د امریکايي فوځیانو وتل د امریکا ‘ماتې ‘ بللې او د طالبانو له حکومت سره یې د همکارۍ لپاره اقدامات کړي، خو تر اوسه هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د وړمې ورځې په غونډه کښې د امریکا، برطانیا، روسیې او فرانسې استازو ګډون کړی وو، خو د چین استازي د انټرنېټ له لارې یوازې د یوه ساعت لپاره پکښې ګډون وکړو.دا غونډه د برطانیا بهرنیو چارو وزیرې لیز ټروس په غوښتنه تر سره شوه، چې هېواد یې د پنځو دایمي غړو هېوادونو د همغږۍ مشري کوي.

شیئر یې کړی