شمالي وزيرستان: جي او سي په پاک افغان پوله پروت پوليس سټيشن دوره کړې

شمالي وزيرستان کښې د پاک فوځ جي او سي میجر جنرل نعیم اختر د پاک افغان پولې دوره کړې او هلته ئي د انتظاماتو جاج اخستې دې, دوي په پاک افغان پوله پروت پوليس سټيشن څارنه هم کړې ده او د سيکيورټي غړو سره ئي ليدلي دي.

د دورې په مهال دوي سره ډپټي کمشنر شاهد علي خان, ضلعي پوليس افسر شفيع الله ګنډاپور او کمانډنټ ټوچی سکاؤټس عثمان حیدر هم موجود وو,په پاک افغان پوله موجود پوليس سټيشن کښې په غوره او چمتو ډيوټۍ باندې ايس ايچ او ابرهيم ته ۵۰ زره روپۍ او يو سرټيفيکيټ هم ورکړې شو.

په دې موقعه د پوليس اهلکار سره خبرو کښې جي او سي وئيلي چې د تلپاتې امن لپاره د پوليسو قربانۍ څرګندې دي او دا چې دوي ځائي پوليس اهلکارو باندې غږ کړې چې دا سيمه حساس ده نو پکار ده چې خپلې ذمه وارو لپاره نور هم چمتو شي.

جي او سي په دې موقعه ضلعي پوليس افسر ته شاباس ورکړې چې پوليس اهلکارو سره په دوستانه ماحول کښې ذمه وارۍ ترسره کوي,ياده دې وي چې د جي او سي نعيم اختر شمالي وزيرستان ته د تبادلې نه روستو دا ړومبۍ دوره وه چې هغوي غلام خان پولې ته کړې ده.

شیئر یې کړی