خېبر:د اولسي ستونزو حل کولو لپاره د ټيلي فون له لارې پرانسته کچهري تابيا شوه

د قبائيلي ضلع خيبر ډپټي کمشنر منصور ارشد په مشرۍ کښې د اولسي ستونزو حل لپاره پرانسته کچهري تابيا شوې چې پکښې د ټولو حکومتي محکمو چارواکو ګډون کړې وو, دغه پرانسته کچهري د کورونا وبا له امله د ټيلي فون له لارې تابيا شوې وه.

د ډپټي کمشنر خيبر د دفتر نه جاري شوي بيان ترمخه د ګردې ضلعې پشمول د صوبې بيلا بيلو برخو هغه خلکو په دې کچهرۍ کښې ګډون کړې وو څوک چې د باجوړ اوسيدونکي وو او څه قسمه ستونزې ئي لرلې. دوي متعلقه افسرانو ته د ځيني ستونزو حل لپاره مشورې هم ورکړي دي.

بيان کښې وئيلې شوي دي چې ډپټي کمشنر منصور ارشد په دې موقعه متعلقه چارواکو اته امر کړې چې د ځائي اولس دغه ستونزې دې په بنيادي توګه حل کړې شي او دوي له دې د شکايت موقعه ورنکړې شي.

په دې موقعه ډپټي کمشنر منصور ارشد وئيلي چې د اولس ستونزې په ډاګه کول او د هغې لپاره سود مند حل راويستل زمونږ ذمه واري ده, دوي متعلقه چارواکو ته امر کړې چې خپلې ذمه وارۍ له غوره شان ترسره کړي ځکه چې دې کښې به څه قسمه کوتاهي نشي برداشت کولې.

شیئر یې کړی