پاکستان په افغانستان کښي تلپاتې امن غواړي, حافظ طاهر محمود اشرفي

د وزيراعظم د مذهبونو تر مينځه د همږۍ او د مينځني ختيز خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي مونږ په افغانستان كښې امن غواړو٬بايد هند دا هېر نه كړي چې هغه داسې څه كوي چې ورسره به د سيمې امن تباه شي٬څوك هم د دې مرستيال نه دے٬كه مونږ پېغام پاكستان لاس ليك كړے نو مونږ له به خپل ځان د شرخوښو څخه جلا كول وي.

پیغام كنفرنس ته په خپل خطاب كښې ده ووئيل د محرم الحرام نه وړاندې شرخوښو د امن تباه كولو پوره هڅه كړې خو زمونږ ټولو ادارو او وزارتونو مرسته كړې او هغه اور ئې لګېدو ته نه دے یرېښودے ,ده ووئيل په سوشل مېډيا جنګ روان دے٬ عمر له د شيعه٬سني د تصادم او ادارې پخپلو كښې د جنګولو هڅې شوي

طاهر محمد اشرفي وئيلي چې دا زمونږ مشاهده ده چې يو ټويټر پیغام ۴ لكه ۷۰ زره ځل د هند څخه ري ټوېټ شوے,ده ووئيل ملي يكجهتي كونسل هغه ورځ جوړ شوے كله چې د شيعه او سني مړي پراته و ؤ٬د هر مكاتب فكر علماﺀ او مشائخو خپل فرض ادا كړے چې په نتيجه كښې يې ملي يكجهتي كونسل جوړ شوے,ده ووئيل اوس د پېغام پاكستان دستاويز جوړ شوے په دې ځينې خلك خو لاس ليك كوي خو د دې خلاف ورزي هم كوي

شیئر یې کړی