اسلامي نړۍ د قيادت لپاره پاكستان او سعودي عرب ته ګوري, ولسمشر ډاکټر عارف علوي

ولسمشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي اسلامي نړۍ قيادت لپاره پاكستان او سعودي عرب پلو ګوري، دواړو هېوادونو قيادت د ټولي نړۍ د قيادت كولو صلاحيت لري، دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړي, د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاك۔سعودي اړيكو په ، حال او د سباؤن په سرخط سيمينار ته وينا كښې وكړه.

ولسمشر ډاکټر عارف علوي ووئيل د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د ملګرتيا وړومبۍ لوظنامه په ۱۹۵۱ء كښې شوې وه، سعودي عرب سره د پاكستان ملګرتيا لوي تاريخ لري، پاكستان سعودي عرب سره بې كچه مينه لري۔ده ووئيل كله چې د ګاوندي هېواد اتومي چاؤدنو په ځواب كښې پاكستان اتومي چاؤدني وكړي نو په دې پاكستان د بنديزونو سره مخ شوے ؤ، په دغه موقع دوست هېوادونو بشپړه مرسته كړې,ده ووئيل سعودي عرب سره د پاكستانيان مينه به ټول عمري وي.

دوي وئيلي چې سعودي عرب د افغان كډوالو په معامله زمونږ مرسته كړې ،په نړيواله كچه د دواړه هېوادونو مرسته مثالي ده، اسلامي نړۍ قيادت لپاره پاكستان او سعودي عرب پلو ګوري، د دواړو هېوادونو قيادت د ټولي نړۍ د قيادت كولو صلاحيت لري, صدر ووئيل حضور اكرم (ص) او خلفاے راشدين چې د نړۍ سره اړيكو لپاره كوم اصول وضع كړي هغه اوس نه ښكاري ،نړۍ له داسې قيادت ته اړتيا ده د چا بنياد چې په اخلاقيات، همدردي او اصولو اډانه لري نه چې اړيكي د تجارت او ګټې سره وتړلې شي.

ولسمشر ډاکټر عارف علوي د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د ماحوليات پشمول د نورو څانګو په اړه ښه وژن لري، د سعودي ويژن ۲۰۳۰ء يو تاريخي بدلون دے، سعودي عرب كښې نوے ښار جوړېږي، دا به لوي ځانګړے كاروباري مركز وي, صدر ووئيل پاكستان چې څنګه د كورونا وبا مقابله كړې هغه نړۍ لپاره يو مثال دے، نړۍ د افغانستان څخه په انخلاء كښې د پاكستان مننه كوي خو د دې باوجود د پاكستان په ضد د فيك نيوز په بنياد كمپائن چلولے كيږي.

غونډې ته د ولسمشر وينا وه چې ټول قام د حرمين شريفين تحفظ لپاره چمتو دے، پاكستانيان چې څومره مينه د پاكستان سره لري دومره د سعودي عرب سره لري, صدر په دې موقع د سعودي عرب په قامي ورځ هغوي مباركي وركړه,سيمينار ته په خپله وينا كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسين ووئيل پاكستان او سعودي عرب خپلو كښې د زړونو خپلولي لري، دواړه هېوادونه د مذهب، تاريخ او اخوت نه ختميدونكي خپلولي لري، سعودي عرب سره زمونږ اړيكي د پاكستان د آزادۍ څخه د وړاندې څخه دي.

شیئر یې کړی