جنوبي وزيرستان: آئي جي ايف سي په وانا کښي د سي ټي ډي دفتر پرانسته وکړه

قبائيلي ضلع جنوبي وزيرستان کښې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره پاک فوځ او ايف سي د تيرې مودې راهيسې هڅې کوي چې پکښي دوي ته کاميابي ترلاسه شوې ده ولې د فاټا انضمام نه روستو د پاک فوځ سره سره نورې امنيتي ادارې هم قبائيلي سيمو ته غځولې شوي دي چې پکښي سي ټي ډي يو ځانګړې ځائې لري.

د جنوبي وزيرستان په وانا سيمه کښې د آئي جي ايف سي عمر بشير او ډپټي کمشنر خالد اقبال په لاسونو د ترهګرۍ مخنيوي ادارې د نوي دفتر پرانسته شوې ولې د پرانستې نه وړاندې آئي جي ايف سي د احمد زئی زلی خیل وزیر مشرانو سره يوه جرګه هم کړې ده.

د جرګې په مهال ځائي مشرانو آئي جي ايف سي او ډپټي کمشنر ته سيمه ايزې ستونزې وړاندې کړې دي او د حل غوښتنه ئي کړې, آئي جي ايف سي دوي ته باور ورکړې چې د دوي ستونزې به په بنيادي توګه حل کولې شي. ځائي خلکو د ايف سي او پاک فوځ مشرانو خصوصي شکريه ادا کړې چې د سيمې پرمختګ لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي.

شیئر یې کړی