پاكستان ٬ آسټريا سره دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي, شاه محمود قرېشي

د بهرنيو چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان آسټريا سره خپلې دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي۔ دا خبره هغه د زيارت په ورځ نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۶ مې غوندې په مهال د آسټريا خپل همڅنګ الېګزېنډر شېلنبرګ سره ملاقات كښې وكړه.

د خارجه دفتر وياند لمخې د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په ګڼ اړخيزه څانګو كښې مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه.

شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ د پاكستان او آسټريا ترمينځه د راروانې دوه اړخيزه سياسي مشاورتي غونډې زر تر زره كېدو ته سترګې په لاره يؤ,هغه ووئيل پاكستان كښې د امنيت غوره صورتحال او د كاروباري آسانيو حوالې سره د پاكستان نړيواله درجه بندۍ كښی بهترۍ سره پاكستان كښې د سرمايه كارۍ امكانات سوا شوي دي.

دوي زياره کړه چې آسټرین کاروباری شخصيات او كمپنۍ زمونږ د حكومت كاروبار دوسته پالېسيو څخه استفاده كولو سره د سرمايه كارۍ د لارې په زړه پورې منافع ترلاسه كولې شي,خارجه وزير يو وارې بيا خپل آسټرين همڅنګ ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه

شیئر یې کړی