“اسان انصاف مرکز” به قبائيلي سيمو ته غځولې شي, وزيراعلي محمود خان

وزيراعلې محمود خان وئيلي چې د حيات آباد پوليس سټيشن دوره کړې چرته چې هغه د اسان انصاف مرکز پرانسته کړې, د دورې په مهال وزيراعلې وئيلي چې دا نظام به د پيښور څلور نورو تهانو یونیورسټی ټائون، فقیر آباد ، بډھ بیر او چمکنی کښې هم عملي کولې شي.

په دې موقعه وزيراعلې محمود خان وئيلي چې په دويمه مرحله کښې به دا نظام د پيښور ټولو تهانو کښې عملي کولې شي او دا چې د دې روستو به اسان انصاف مرکز د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعو ته هم غځولې شي چې دغه شان قبائيلي اولس ته هم زر تر زره انصاف ترلاسه شي.

د دورې په مهال وزيراعلې محمود خان ته تفصيلي بريفنګ ورکړې شوې دې, صوبائی وزیر تیمور سلیم جھګړا، کامران بنګش، ډپټی اسپیکر صوبائی اسمبلی محمودجان، چیف سیکرټری ډاکټر کاظم نیاز، انسپکټر جنرل پولیس معظم جاہ انصاری پشمول نور مهم حکومتي چارواکې هم په دې موقعه موجود وو.

وزيراعلې محمود خان وئيلي چې د قبائيلي سيمو پشمول ګرده صوبه کښې د جرمونو مخنيوي او اسان انصاف ورکولو لپاره صوبائي حکومت کوټلي ګامونه پورته کوي ځکه چې چرته امن او انصاف وي نو هغه سيمې د پرمختګ په لور سفر کولې شي.

شیئر یې کړی