د امنیت شورا دایمي غړي هېوادونه افغانستان کښې ثبات غواړي, يو اين سيکرټري جنرل

د ملګرو ملتو د امنیت شورا پینځه دایمې غړي هېوادونه افغانستان کښې واک ته د امارت اسلامي د رسېدو په اړه سره غونډه کوي. د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي د امنیت شورا دایمي غړي هېوادونه په یوه خوله افغانستان کښې ثبات غواړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي هېوادونه چین، روسیه، امریکا، فرانسه او برطانیا په داسې حال کښې په افغانستان د طالبانو واکمنېدو ته د غبرګون په اړه غونډه کوي چې تېره ورځ طالبانو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دې روانه اونۍ په نیویارک کښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځه دایمي غړي هېوادونه داسې مهال د طالبانو د واکمنۍ او د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي چې طالبانو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ته په استولي لیک کښې په دوحه کښې د خپل سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کښې د افغانستان د استازي په توګه ورپېژندلی دی.

د ګوتېرش ویاند فرحان حق ویلي، دا لیک د دغه سازمان ځانګړې نهه کسیزې کمېټې ته استول شوی چې امریکا، چین او روسیه یې هم غړي دي. طالبانو په خپل لیک کښې استدلال کړی چې ملګرو ملتونو کښې د افغانستان د مخکیني استازي غلام محمد اسحاق زي کاري دوره پائی ته رسېدلې ده.

بل لوري ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د افغانستان په اړه تازه څرګندونو کښې ویلي چې د امنیت شورا پنځه دایمي غړي افغانستان کښې د ثبات او ټيکاو په اړه یوه خوله دي.

هغه نیویارک خبریالانو ته وویل دا هېوادونه داسې افغانستان غواړي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وشي ، د ترهګرۍ ځاله نه وي او داسې یو پراخ حکومت جوړ شي چې د ټولنې د ټولو برخو استازیتوب وکړي.دغه شان به افغانستان کښې تلپاتې امن په ځائې شي.

شیئر یې کړی