وزيراعظم عمران خان لوبغاړو ته وئيلي چې د پېسې او ېرې بت به ماتول وي, سينيټر فيصل جاويد

سېنېټر فېصل جاوېد وئيلي دي وزيراعظم عمران خان لوبغاړو ته وئيلي دي د پېسې او ېرې بت به ماتول وي, د كركټ قامي لوبډلې وزيراعظم عمران خان سره د ملاقات نه پس ميډيا سره په خبرو كښې سېنېټر فېصل جاوېد ووئيل د كركټ قامي لوبډلې وزيراعظم عمران خان سره په زړه پورې ملاقات شوے.

اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې سينيټر فيصل جاويد ووئيل چې په دې موقع وزيراعظم عمران خان لوبغاړو ته ووېيل د پېسې په لالچ كښې د خپل ضمير سودا نه ده كول پكار ٬ ده لوبغاړو ته دا هم ووئيل د ماتې خوړولو اندېښنه او ېره ډله د ماتي سره مخ كوي ځكه چې ماتې ھغوي خوري څوك چې ماتې مني, سېنېټر فېصل جاوېد ووئيل وزيراعظم عمران خان د لوبغاړو جذبې زياتولو سره ووئيل تاسو ټول صلاحيت لرونكي ئې بس خواري وكړې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب فېصل جاوېد ووئيل د ملاقات په مهال په كورني كركټ هم خبرې شوي .

دوي زياته کړه چې د پي سي بي چيئرمېن رميض راجه د ډوميسټك كركټ او لوبغاړو له د هر ډول سهولتونو وركولو لپاره پلان جوړوي، ډوميسټك كركټ چې څومره تكړه وي دومره به قامي لوبډله مضبوطه وي,ده ووئيل پاكستان د كركټ بلها ټېلنټ لري، ټېلنټ رامخې ته كولو لپاره زلمو لوبغاړو ته موقعو وركولو ته پام لرنه كوو.

د يوې پوښتنې په ځواب سېنېټر فېصل جاوېد ووئېل په ورلډ ټي ټونټي كپ كښې د پاكستان وړومبے مېچ د روايتي حريف هند سره دے، وزيراعظم عمران خان لوبغاړو ته ووئيل تاسو په به ېره كښې لوبه نه كوئ بلكې جارحانه لوبه به كوۍ او بريا به مو مقدر وي، د امنيتي تهرېټ پحقله د پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان كښې د امنيت هېڅ مسئله نشته٬ پاکستان په دې وروستيو كښې د پي اېس اېل٬ كشمير پرېميئر ليګ پشمول د وېسټ انډيز٬ سري لنكا٬ بنګله دېش٬ سوئيلي افريقې ، زمبابوے او اېم اي سي په ضد د سيريز په كاميابۍ سرے كوربتوب كړے۔

د دې نه علاوه د نړۍ نوموړو مجلو پاكستان د كال ۲۰۲۱ ټاپ ټورازم ځايونو كښې يو ګرځولے، زمونږ انټيلي جنس ائجنسي د نړۍ غوره استخباراتي ايجنسۍ دي٬ د نيوزي لېنډ د كركټ لوبډلې دورې په منسوخولو نه پوهېږو۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د لوبډلې د سلېكشن په مهال د مخ ملازې په ځائ په مېرټ په سختۍ سره د عملدرآمد هم امر كړے.

شیئر یې کړی