افغانې ښځې او نجونې باید ټول حقونه ولري, بايډن

د امريکا ولسمشر جو بايډن وئيلي چې هغه د امارت اسلامي افغانستان څخه تمه لري چې د بشري حقونو په تړاو نړیوالو اصولو او قوانینو ته درناوی وکړي، او نړۍ به دې برخه کښې له د امارت اسلامي سره حساب کوي.امريکا هم په دې خصوصي نظر ساتي.

د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي سرمشرې ته وينا کښې د امريکا ولسمشر بايډن وئيلي چې امریکا غواړي چې افغانې ښځې او نجونې دې له ټولو حقونو برخمنې وي. بایډن د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپله لومړۍ وینا کښې ټینګار وکړ چې افغانې ښځې او نجونې باید اجازه ولري چې سیاسي، ټولنیزو او نورو چارو کښې خپله بشپړه وړتیا وښیي.

بايډن وئيلي چې په تېرو دوه لسیزو کښې لومړی ځل دی چې امریکا د نړۍ هېڅ برخه کښې په جګړه کښې نه ده ښکېله.د ملګرو ملتونو ۷۶مې عمومي اسمبلۍ ته خپله وینا کښې د امریکا ولسمشر وویل، راتلونکې لسیزه د ټولې نړۍ لپاره مهمه او تقدير ټاکونکي ده.

د هغه په وینا، امریکا به په راتلونکو کلونو کښې هڅه کوي چې له نړیوالې ټولنې او نړیوالو ادارو سره خپلې اړیکې ورغوي او د جګړې په ځائی په نورو مهمو چارو پانګونه وکړي.

دوي دا هم وئيلي چې افغانستان کښې یې شل کلنه جګړه ختمه کړې، خو د دیپلوماسۍ یو نوی بهیر یې پیل کړی او په دې توګه د نړۍ بېلابېلو برخو کښې د اړمنو کسانو مرسته کوي.د هغه په وینا، امریکا به خپلو حقونو دفاع کوي، خو دویمه سړه جګړه نه غواړي او د فوځي ځواک کارول باید وروستۍ وسیله وي.

ياده دې وي چې په افغانستان کښې د امارت اسلامي د حکومت جوړيدو روستو د امريکا پشمول نړيوال قوتونه انديښنې لري چې ګني امارت اسلامي به د ښځو حقونه ونه مني او زور زياتې به شروع کړي ولې د امارت اسلامي افغانستان مشرانو نړۍ ته باور ورکړې چې د اسلام ترمخه به ښځو ته ټول حقونه ورکول کيږي.

شیئر یې کړی