هيله لرو چې په افغانستان كښې به امارت اسلامي د مېرمنو د تعليم اجازه وركړي، عمران خان

وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان به په يواځې د افغانستان د نوي حكومت تسليمولو پرېكړه نه كوي، كه په حکومت كښې ټولې ډلې شاملې نه كړې شوې نو دې سره افغانستان د كورنۍ جګړې سره مخ كېدې شي، د ټول شموله حکومت جوړېدو نه پس به د افغانستان حكومت د تسلیمولو پرېكړه كوٶ، افغان واكدارانو له به باوري كول وي چې افغان خاوره د كوم بل هېواد په ضد استعمال نشي، د ټولو ملاتړ سره به په افغانستان كښې تل پاتې امن ممكن شي.

د برتانيې د خپرونو ادارې بي بي سي سره خپلې مركه كښې وزيراعظم عمران خان وئيلي چي د افغانستان كليوال ماحول د مذهب سره تړل پكار نه دے، افغانستان كښې د څلوېښتو كالو راهسې د روان جنګ خاتمه ښه خبر دے، هيله لرو چې په افغانستان كښې به طالبان د مېرمنو د تعليم اجازه وركړي، دا مهال څوك هېڅ نشي وئيلي چې افغانستان به په كوم لور ځي.

وزیراعظم ووئيل په افغانستان كښې تر اوسه ټولشموله حكومت نه دے جوړ شوے خو د پېشرفت هيله ده، ټولو سره په ګډه تللو به په افغانستان كښې تل پاتې امن ممكن شي,ده ووئيل حكومت كښې كه ټولې دلې شاملې نه كړې شوې نو زر يا وخت پس په افغانستان كښې كورنۍ جګړه رامخې ته كېدې شي او پاكستان بيا ځپلے كېدے شي او دغسې افغانستان د عدم استحکام او اړي ګړي هم ښكار كېدے شي د كومې څخه چې ترهګر ګټه پورته كولې شي او دا څيز پرېشانونكے دے.

وزیراعظم ووئيل په افغانستان كښې د جنګ په صورت انساني بحران او پاکستان لپاره به د ګډوالو مسئله راپېدا شي د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل طالبان د شل كالو كورنۍ جګړې نه پس په اقتدار كښې راغلي او په اقتدار كښې د راتللو نه پس د طالبانو د قيادت بيانونه د ډاډ وړ دې.

د افغان مېرمنو حقونو پحقله د كوربه جان سمپسن د يوې پوښتنې په ځواب وزیراعظم هيله څرګنده كړه چې په افغانستان كښې به طالبان مېرمنو ته د تعليم اجازه وركړي، د طالبانو وېنا ده چې ھغوي به مېرمنې مرحله وار په قامي چوكاټ كښې شاملوي، په اسلام كښې د مېرمنو په په حقونو خاص زور رواړلے شوے ، افغان مېرمنې ډېرې مېړنۍ دي ٬ هغوي له دې وخت وركړے شي٬ خپل حقونه به پخپله ترلاسه كړي,ده ووئيل په افغانستان كښې كليوال ماحول مذهب سره تړل پكار نه دے٬ دا مهال هېڅ نشي وئيلے كېدے چې افغانستان به په كوم لور ځي.

عمران خان زياته کړې چې په افغانستان كښې د ۴۰ كالو راهسې د روان جنګ خاتمه ښه خبر دے,وزيراعطم ووئيل په شنګھائي مرستې تنظيم كښې د افغانستان ګاٶنډيانو هېوادونو مشرانو سره تفصيلي خبرې شوي، ټولو مشرانو پرېكړه كړې ده چې د ټولشموله حکومت جوړېدو نه پس به د افغانستان حكومت د تسلیمولو پرېكړه كوٶ,ده ووئيل پاكستان به په يواځې د افغانستان د نوي حكومت تسليمولو پرېكړه نه كوي، د افغان حکومت تسليمولو نه وړاندې به طالبانو له د بشري حقونو تحفظ باوري كول وي.

شیئر یې کړی