مونږ له به د خپلې كلتوري ورثې نه خپل راتلونكي نسلونه خبرول وي, وزيراعظم عمران خان

وزيراعظم عمران خان او د پاک فوځ سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه د پیښور كښې د تاريخي ودانۍ علي مردان خان وېلا دوره کړې او د دغه تاريخي ودانۍ د رنګ روغن او بيلا بيلو برخو څارنه ئي کړې ده, وزيراعظم د آرکيالوجي څانګې ستائينه هم کړې ده.

په دې موقعه د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان او د اعلی وزير محمود خان په شمول عسكري او د آثار قديمه څانګې چارواكي هم موجود وو. وزیراعظم ته د علي مردان وېلا د تعمير او رنګ روغن په اړه بريفنګ وركړے شو, وزیراعظم عمران خان د ياد شوې ودانۍ بحالۍ او رنګ روغن لپاره د آركيالوجي څانګې هڅې وستائلې.

وزيراعظم عمران خان وئيلي چي مونږ له به د خپلې كلتوري ورثې حفاظت كولو سره خپل راتلونكي نسلونه د خپلې ځلېدونكې ماضي نه خبرول وي, دا خبره دې ياده وي چې علي مردان وېلا په ۱۱ كور آرمي هېډكوارټر كښې دننه ده۔ دا وداني د مغل حكومت په دور كښې علي مردان خان ٬ كوم چې د مغل بادشاه شاهجهان دور نوموړے سپه سالار ؤ ٬ انجينئر او د كشمير٬ كابل او لاهور ګورنر پاتے شوے ؤ په ۱۷ مه پېړۍ كښې جوړه كړې وه, د كال ۲۰۱۵ نه وړاندې دې ودانۍ پام شوے نه ؤ ځكه دې د يو كھنډر منظر وړاندے كولو.

آركيالوجي څانګې د پاك فوځ په مرسته كال ۲۰۱۵ كښې د دې بحالۍ او رنګ روغن كار پېل كړو كوم چې اوس بشپړ شوے دے, دا تاريخي وداني د علي مردان خان نه وروسته د سكھ دور كښی فرانسيسي نژاد كلاوډ آګسټ خپله استوګنه جوړه كړه او د ۱۸۲۷ نه تر ۱۸۴۳ دلته پاتے شو.

دې نه وروسته په ۱۸۴۷ كښې لېفټنټ جنرل سرجارج لاورنس كوم چې د پېښور اولنے ډپټي كمشنر ؤ دا وداني په سركاري استوګنه كښې بدلولو سره خپلې كورنۍ سره دې كښې وسېدلې پېل كړل, وروسته لېفټننټ جنرل هېری بټ هم دې تاريخي ودانۍ كښې پاتے شو۔ دې سره سره دا وداني د يو ريكارډ روم په توګه هم كارولې شوې ده

شیئر یې کړی