جنوبي وزيرستان: پي ټي ايم ميدان پريښې او خپلو کښې تقسيم شوي هم دي, مولانا فضل الرحمان

د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د خيبر پختونخوا شورا غونډې ته خپله وينا کښې وئيلي چې د جنوبي وزيرستان مکين سيمه کښې زمونږ د جلسې نه روستو يوه بله جلسه هم شوې کومه چې ناکامه شوې ده او مشران ئي تقسيم شوي دي.

مولانا فضل الرحمان دغه بيان کښې د پختون تحفظ موومنټ جلسې او د دې تحريک مشران په نښه کړي او وئيلي ئي دي چې مکين کښې زمونږ د مقابلې لپاره ځيني هلکانو جلسه کړې وه خو نه صرف دا چې جلسه ناکامه شوه بلکې هغوي خپلو کښې تقسيم هم شو.

د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان دې بيان کښي يو ځل بيا پي ټي ايم او د دې مشران په نښه کړي دي او دوي ته ئي ناکامه او بې اتفاقه وئيلي. په سوشل ميډيا د مولانا دغه بيان که يو خوا وائرل شوې نو بلخوا ځيني صارفينو په مولانا نيوکې هم کړي دي.

ياده دې وي چې د دې نه وړاندې هم مولانا فضل الرحمان په پختون تحفظ موومنټ او د دوي په مشرانو سختې نيوکې کړي وي او دوي ته ئي ناکامه تحريک وئيلې وو, د دغه بيان نه روستو هم د پي ټي ايم مشرانو په مولانا نيوکې کړې او هغه ئي په نښه کړې وو.

شیئر یې کړی