جنوبي وزيرستان: د زکات مستحقو کورنيو کښي ۱۸ لکه روپۍ تقسيم کړې شوې

د جنوبي وزيرستان ضلعي زکات کميټۍ چيئرمين سجیل عمر برکی وئيلي چې د غريب او بې وسله خلکو خدمت کول په ځان فرض ګڼم او زما لپاره د عبادت درجه لري, دوي وئيلي چې ګرده صوبه کښې د زکات تقسيم شفاف طريقې او انصاف سره روان دے.

د جنوبي وزيرستان په تحصيل سراروغه په مرغي بند سيمه کښې يوه خصوصي غونډه تابيا شوې وه چې پکښې ضلعی چیئرمین زکٰوة و عشر کمیټی سجیل عمر برکی مشر ميلمه وو, دوي د دغه سيمې بې وسه او مستحقو کورنيو کښي اتلس لکه روپۍ تقسيم کړي دي.

په دې موقعه د تحصيل سراروغه ځائي مشرانو او بې وسه کورنيو د ضلعي انتظاميې, زکات کميټۍ چيئرمين او صوبائي حکومت خصوصي شکريه ادا کړې او وئيلي ئي دي چې دا قسمه امدادي مرستې سره زمونږ کورونه روان دي او د بچو خرچې پوره کيږي.

شیئر یې کړی