شمالي وزيرستان: د ترهګرۍ له امله بند حسوخیل سول هسپتال پرانستې شو

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلع شمالي وزيرستان کښې د ترهګرۍ له امله که يو خوا تعليمي ادارو ته زيان رسيدلې نو د ځائي اولس سره سره هسپتالونه هم په مکمله توګه تباه شوي وو ولې د پاک فوځ او حکومت په مرسته يو ځل بيا امن په ځائې شوې او دغه ادارې په نوي انداز جوړې کړې شوي دي.

د شمالي وزيرستان تحصیل میرعلی ګلشن اډہ حسوخیل کښې حسوخيل سول روغتون هم په دغه تباه شوو ادارو کښې شامل وو او د مودو راهيسې بند پروت وو, د پاک فوځ , ضلعي انتظاميې او حکومت په مرسته يو ځل بيا پرانستې شو او د ځائي رنځورانو علاج پکښې شروع کړې شو.

د ځائي خلکو د وينا ترمخه دغه روغتون د ترهګرۍ له امله په مکمله توګه تباه شوې وو چې له وجې ئي د حسو خیل، ملاګان ، عمرکی کله، بړوخیل، خوشحالی او حیدر خیل سيمو ځائي اولس ته ګڼ شمير صحتي ستونزې راپيښې وي ولې اوس د ۵۰ زره پورې خلک دلته علاج لپاره راځي.

ياده دې وي چې کله په کال ۲۰۱۷ کښې بې کوره شوي خلک خپلو کورونو ته ستانه شو نو د دوي صحتي ستونزو ختمولو لپاره حکومت د روغتون جوړولو پريکړه اوکړه او په کال ۲۰۱۹ کښې په باقاعده توګه په دې تعميراتي شروع کړې شو کوم چې کاميابۍ سره سرته اورسيدو.

شیئر یې کړی