۵ اګست ۲۰۱۹ د هند غېر قانوني ګامونو او د رياستي ترهګرۍ څرګند مثال دے, شاه محمود قريشي

خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان به د كشميري اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ دوامداره ساتي, د كشمير مسئلې سوله ايز حل سره منطقه كښې تل پاتې امن بحالېدے شي ولې هند کله هم دې خبرې منلو ته تيار نه دے.

د كشمير په اړه نړيوال كنفرنس ته خطاب كښې خارجه وزير ووئيل اروپائي پارليمان ٬ نړيوالې ورورولۍ ٬ د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو او ميډيا د ۵ اګست ۲۰۱۹ د هند غېر قانوني ګامونو او د رياستي ترهګرۍ غندنه كړې ۔ سلامتي كونسل كښې د ۵ اګست۲۰۱۹ نه وروستو درې وارې د كشمير په مسئله بحث شوے بلكې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل هم د كشمير مسئله د يو اېن چارټر او د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د حل كولو غوښتنه كړې ,دې سره سره بشري حقونو لپاره د يو اېن هائي كمشنر مقبوضه جمو وكشمير كښې د هندي ظلمونو په اړه دوه رپورټس جاري كړي او دغلته د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو ئې په نړيواله كچه د پلټنيو غوښتنه كړې.

خارجه وزير ووئيل په نړيواله كچه د هند د ګامونو غندنه شوې خو په هند د د دې هېڅ اثر نه دے شوے, خارجه وزير غوښتنه وكړه چې نړيواله ورورولي او پارليمنټس دې هند مقبوضه كشمير كښې د رياستي ترهګرۍ د وژنې پېښو نه منع كړي او هند دې په بې ګناه كشميري وګړو د شوو ظلمونو ذمه وار وګرځوي, هغه په هند زور راوړو چې يو اېن مبصرينو ٬ د بشري حقونو تنظيمونو او ميډيا ته مقبوضه كشمير ته د تللو اجازه وركړي۔۔

شیئر یې کړی