هند په پاكستان كښې د ترهګرې پېښو كښې ككړ دے, شيخ رشيد احمد

د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي هند په پاكستان كښې د ترهګرې په پېښو كښې ككړ دے، د عمران خان حكومت د آزادې د هلو ځلو ملاتړ روان ساتلے، د افغانستان امن د پاكستان امن دے، شهباز شريف ته تفاهم لپاره رامخې ته كېدل دي، د نالائقه اپوزيشن څخه حكومت كوم خطر نه لري.

په انسټي ټيوټ آف سټېرټېجك سټډي كښې مېډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل په دې منطقه كښې حالات په تندې سره بدلېږي، راتلونكې شپږ مياشتې منطقې لپاره ډېرې مهمې دي. وزيراعظم عمران خان د منطقې حالات په نظر كښې ساتلو سره د خارجه وزير شاه محمود قريشي په مشرې كښې كمېټي جوړه كړې چې پكښې د كورنيو چارو وزير او د اطلاعات وزير هم شامل دي.

شيخ رشيد احمد وئيلي چې د افغانستان پرېكړې افغان قام له كول دي، دوي چې كومه هم پرېكړه وكړي،هغه به مونږ ته قبوله وي. ده ووئيل د ۶۸۰ مركزونو څخه د وېكسي نېشن ۲ لكه سرټيفيكېټس جاري كړے شوي . ده ووئيل ۲۸۰ ګاډي به د وېكسي نېشن سرټيفيكېټس جاري كوي. ده ووئيل د كورنيو چارو وزارت او د ټولو ذيلي ادارو نه به د بدعنوانه ملازمينو خاتمه كوو.

دوي زياته کړه چې هند نړيوال خبريالان پاكستان ته د راتګ څخه منع كړي كومه چې د افسوس وړ خبره ده، مونږ د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې حل غواړو. د عمران خان حكومت به د كشميريانو د آزادې د هلو ځلو ملاتړ روان ساتي. د هند ادارې پاكستان غېر مستحكم كول غواړي، په پاكستان كښې د ترهګرې په پېښو كښې هند ككړ دے.

د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د اوسني حكومت مهم كار په پاكستان كښې د اوبو ذخيرې جوړول دي، دې سره به د اوبو مسئلې حل شي او ارزانه برېښنا به هم پېدا شي. ده ووئيل د نواز شريف نوم په اي سي اېل كښې د اچولو په ضد شهباز شريف درخواست نه دے كړے، د دې وخت تېر شوے، اوس كه چرته هغه د ټاكنو په وخت پاكستان ته راځي نو نېغ به زندان ته ځي.

شیئر یې کړی