افغانستان:د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان جګړې پائی ته رسېدو غوښتنه کړې

د نړيوالې ميډيا راپورونو ترمخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه په تازه بیان کښې ټینګار کړی چې امنیت شورا يو ځل بیا په خپل پخواني دریځ ټېنګار کوي او افغانستان کښې د امارت په نوم د سیاسي جوړښت د بیا رامنځته کېدو پلوي نه ده.

جاري شوي بيان کښې وئيلې شوي چې د امنیت شورا غړي د طالبانو د بریدونو په پایله کښې په افغانستان کښې په پراخ تاوتریخوالي ژوره اندېښنه لري او غوښتنه کوي چې زر تر زره باید تاوتریخوالی کم شي,د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې جګړو په مهال په بشري حقونو تیري او دې برخه کښې سرغړونې ته په اشارې ویلي چې د شورا غړې په دې اړه رپوټونو په ژوره توګه څارنه کړې ده.

امنیت شورا وئیلي د جګړې لوري باید د نړیوالو بشري قوانینو له مخې د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي. ټېنګار یې کړی چې افغان دولت او طالبان دې د یوې سیاسي روغې جوړې لپاره په جدي توګه د سولې بهیر کښې شامل شي د سولې خبرې چټکې او اوربند وشي.

دا غوښتنه داسې مهال کیږي چې افغانستان کښې د جګړې نوې څپې زرګونه کورنۍ بې ځایه کړې او په تېرو شپږو میاشتو کښې ولسي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله بې سارې بلل شوې ده.

شیئر یې کړی