قبائيلي ضلع اورکزۍ نوي کول کښې د جس کمې نشته, ډي سي محمد خالد

د قبائيلي ضلع اورکزۍ ډپټي کمشنر محمد خالد وئيلي چې اورکزۍ سيمه کښې د نيوال کچ جس موجود دے ولې نوي کول لپاره د لوبو اسانۍ ورکولو ضرورت دے, دوي وئيلي چې دوي ته ټولې ممکنه اسانۍ يقيني کولو لپاره حکومت کوټلي ګامونه پورته کوي.

د بره اورکزۍ غلجو سيمه کښې تابيا شوي فټبال ټورنامنټ فائنل ميچ کښې د مشر ميلمه په توګه شريک ډي سي محمد خالد وئيلي چې ضلعي انتظاميه, پاک فوځ او صوبائي حکومت په ګډه هڅې کوي چې نوي کول ته د لوبو ممکنه اسانۍ ورکړي.

په دې موقعه اسسټنټ کمشنر اپر اورکزئی عدنان احمد خان او ډی ایس او اورکزئی محمد حسین پشمول ګڼ شمير ځائي سياسي او سماجي مشران هم موجود وو, ډپټي کمشنر محمد خالد د دستورې په آخره کښې بريال لوبډلې او لوبغاړو ته انعامونه هم ورکړي دي.

د فټبال ټورنامنټ منتظيمينو وينا وه چې د لوبو دا قسمه هلو ځلو سره نړۍ ته د امن پيغام خوريږي او دا چې نوي کول ته د مثبت هلو ځلو يوه موقعه هم ترلاسه شي, دوي د ضلعي انتظاميې خصوصي شکريه ادا کړې چې په دې ټورنامنټ کښې مرسته کړې ده.

شیئر یې کړی