کرم:د پرمختيائي پروژو او د پرمختګ سفر په اړه د اعلې پائې غونډه شوې

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلع کرم کښې د ډپټي کمشنر په خصوصي هداياتو د ايډيشنل ډپټي کمشنر پلاننګ او فنانس نعيم خان طورو په مشرۍ کښې ډپټی کمشنر آفس پاراچنار کښې ډی ایس سی غونډه شوې چې پکښې د ضلعې ټولو سرکاري محکمو چارواکو ګډون کړې او په پرمختيائي پروژو ئي بريفنګ ورکړې دے.

د ډپټي کمشنر دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه دغه غونډه کښې د ضلعې تعليمي ادارو کښې د اسانيو, د سټاف کمي, حاضرۍ, زده کوونکو انرولمنټ او د صفا اوبو پروژو پشمول ګڼ شمير روانو پروژو باندې تفصيلي خبرې شوي او اے ډي سي له بريفنګ ورکړې شوې دے.

غونډه کښې په فعال او غير فعال سکولونو باندې هم خبرې شوي دي او تر دې دمه د پرمختګ عمل په اړه بريفنګ ورکړې شو,په دي موقعه ايډيشنل ډپټي کمشنر وئيلي چې ټولې روانې پروژې دې په خپل ټاکل شوي وخت او معيار سره سرته اورسولې شي.

دې غونډه کښې ډی ایم او سید علی رضا شاہ،ډی ای او کرم عــباس خــان، سنیئر آرډیټر ډسټرکټ اکاونټ آفس سیدشجاعت حسین، ایس ډی او بلډنګ فدا حسین، ډسټرکټ کوارډینیټر همایوں شاہ، سی او ای ایم اے کرم محمد متین او نور متعلقه چارواکو هم ګډون کړې وو.

شیئر یې کړی