پاکستان کښې د ترهګرئ لپاره د هند او افغانستان نوی پلان ، د متحده اماراتو استخباراتي ادارې افشا کړو

پاکستان نړۍ ته د هند بدرنګه څیره په ډاګه کړې ، چې د مودي حکومت ته د یو صدمه په توګه مخې ته راغلې.هند د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره د مختلف ترهګريز سازمانونو د متحد کولو لپاره کار کوي هند د ترهګرو روزلو لپاره پیسې مصرفوي.داسو ډیم ، قبایلي ضلعو ، بلوچستان او نورې سیمې د هند لخوا د ترهګریزو پېښو د زیاتوالي لامل دي. د هند استخباراتي اداره “را” او د افغانستان این ڈی ایس د ملینو روپیو له لارې په پاکستان کښې د ترهګرۍ لپاره د تحریک طالبان پاکستان او یو شمېر نور ترهګر منظیم کوي.
د متحده عرب اماراتو استخباراتي ادارو په یوه راپور کښې څرګنده کړې چې هند په پاکستان کښې د ترهګرۍ د ترسره کولو لپاره په افغانستان کښې روزنیز کمپونه هم جوړ کړی دی. دا کیمپونه اکثر د لوړ پوړو چارواکو لخوا لیدنه کیږي چې په کښې ترهګر تيارولې شي او د پاکستان په ضد دوي ته ترهګريز تربیت ورکولې شي. سی – پاک د هند لخوا هضم نه کیږي ځکه چې دا د پاکستان اقتصادي پلوه ثبات رامینځته کولو پروژه ده. . د هند استخباراتي ادارې په پاکستان کښې میشته منع شوي ترهګرو ډلو ملاتړ کوي ، لکه د تحریک طالبان پاکستان ، بي ايل اے، بی آر اے او نور ترهګريز تنظيمونو مرسته روانه ده

شیئر یې کړی