د پي ټي ايم پراپيګنډو له امله يو بل بې ګناه مزدور ژوند د لاسه ورکړو

پختون تحفظ موومنټ چې له ړومبۍ ورځې څخه په دې هڅو کښې لګيا دي چې د پاکستان دننه د قام پرستۍ اوور له هوا ورکړي, په دغه غرض د پي ټي ايم مشرانو د لر او بر يو افغان نعرې وهلي او د پختنو بې لارې کولو لپاره ئې د هيواد دښمنه ايجنسيو مرسته کړې ده.
د پختون تحفظ موومنټ مشرانو تل په جلسو کښې پنجابي پاکستانيانو ته د پختنو دښمنان وئيلي او د پختنو په زړونو کښې ئي نفرت خور کړې دے, دا پاليسي د هغه ايجنسيو ده کومې چې د پاکستان دننه قام پرستي خوروي او د پاکستان تقسيمولو لپاره چمتو هڅې کوي. پي ټي ايم ته د دي تحريک لپاره په باقاعده توګه مالي مرسته هم ملاويږي.
د شمالي وزيرستان ميرعلي سيمه کښې يو قلفي خرڅوونکو مزدور محمد شبير ناڅرګنده تنانو په ډزو شهيد کړې چې تعلق ئي د مشرقي بهاولپور پنجاب سره وو, ملزمان د موقعې په تيښته کښې بريالي شوي او دا چې د شهيد لاش هيډ کوارټر روغتون ميرعلي ته رسولې شوې. د پوليسو د وينا ترمخه پلټنې روانې دي او ککړ ملزمان به ډير زر د قانون په پنجه کښې وي. دا پيښه د پي ټي ايم د قام پرستۍ د اوور په وجه رامخې ته شوه.
ياده دې وي چې د پاکستان دننه د مذهب د جګړې روستو د قام پرستۍ جګړه روانه ده چې مقصد ئي پاکستانيان تقسيمول دي, دا سازش د پاکستان دښمن هيوادونو دے چې په انډين کرانيکلز کښي ئي هم نومونه څرګند شوي دي. دغه تنظيمونو کښې يو ښکاره نوم د پي ټي ايم دے چې يو ځل بيا د پختنو په خاوره جګړه غواړي او په پختنه سيمه د پرمختګ مخه نيسي. پکار ده چې پختانه بيدار وي او د قام پسته شيطانانو نه ځان خبر ساتي.