د ” لائنز کلب” پرانسته دستوره, مهمې فيصلې اعلان شوي

د مردان طورو هال کښې د لائنز کلب نوي چيپټر پرانسته دستوره تابيا شوې چې پکښې د لائنز کلب مشرانو پشمول تازه غړو هم په ګڼ شمير کښې ګډون کړې وو, د دغه پرانستې دستورې مشري د لائنز کلب نړيوال ډائريکټر نيلوفر بختيار کوله.
د جاري شوي بيان ترمخه نيلوفر بختيار د لائنز کلب نوي غړو ته تفصيلي بريفنګ ورکړې او هغوي ئي د کلب له مقصدونو څخه خبر کړي دي.په دي موقعه مهمې فيصلې هم اعلان شوي دي چې پکښې نيلوفر بختيار ته د لائنز کلب انټرنيشنل نيو چيپټر مردان مشري ورکړې شوې ده.
ياده دې وي چې لائنز کلب انټرنيشنل د ۱۰۴ کلونو پخوانۍ اداره ده کومه چې په کال ۱۹۱۷ کښې عملي شوې وه,چې هيډکوارټر ئي په شګاګو کښې دے. پاکستان کښې تر دې دمه دولس زره لائنز کلب موجود دي او دا چې هر کال د لائنز کلب انټرنيشنل کنونشن په بيلا بيلو هيوادونو کښې تابيا کولې شي, هر کال د ووټنګ له لارې د عهدو ټاکنه هم کولې شي.
جاري شوي بيان کښې دا هم وئيلې شوي چې د بلوچستان او خيبر پختونخوا ګورنر ذمه وارۍ علي رضا ته ورکړې شوي دي او د جولائې په ۲۸ مه نيټه به د لائنز غونډه په اسلام آباد کښې کولې شي, په دې موقعه علي رضا وئيلي چې د کلب سيمه ايز کنونشن به د نومبر په مياشت کښې په بنګله ديش کښې کولې شي.