پاکستان د سويټزرلېنډ څخه زيات ښكلے هېواد دے، عمران خان

وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان د سويټزرلېنډ څخه زيات ښكلے هېواد دے، سېلګرۍ سره به هېواد ته پېسه راشي او اولس ته به روزګار ترلاسه شي٬ شجركارۍ او د ماحول تحفظ لپاره ساتندويه دې د ځائي ودانۍڅڅه واغستلے شي، د ماحول خيرنوالي څخه تحفظ لپاره په قوانين دې په سختۍ سره عمل وكړے شي.

د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ناران دورې په مهال ټائيګر فورس ته خطاب كښې وكړه , وزيراعظم ووئيل په سيمه كښې په زياته شجركارۍ ليدلو خوشحاله شوے يم٬ کلين اېنډګرين پاکستان زمونږ وژن دے٬مونږ له خپل راتلونكې كول ته كلين اېنډ ګرين پاكستان پرېښودل دي، په دې به راتلونكې كول زمونږ شكر ګزار وي.

وزيراعظم ووئيل د بده مرغه زمونږ مشرانو انصاف نه دے كړے او د ونو او ځنګلو ئې تباهي كړې او د راتلونكي نسل لپاره ئې سوچ نه دے كړے, ده ووئيل دا زمونږ لپاره يو چېلنج دے چې مونږ له ماحول ښه كول دي, وزيراعظم ووئيل زه په ګرده نړۍ كښې ګرځېدلے يم ٬ نړۍ كښې شايد چې د ناران كاغان غوندې ښائسته ځاے وي٬ مونږ له په دې نعمتونو د لوي څښتن شكر پكار دے او د دې بهترين طريقه دا ده چې مونږ د دې خيال وساتو او د ې حفاظت وكړو, وزيراعظم د سيمې د كمشنر لخوا د وركړې شوي بريفنګ ستائنه كولو سره ووئيل شجركارۍ او د ماحول تحفظ لپاره ساتندويه د ځائي ودانۍ څخه واخلئ.

وزيراعظم وئيلي چې په كنهار درياب كښې خزله غورځولې كېږي د دې مخ نيوي لپارهدې په قوانين په سختۍ سره عملدرآمد وكړے شي, وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې سېلګري په تندۍ سره وده مومي خو دا زمونږ لپاره يو چېلنج دے چې مونږ د صفائۍ او ماحول تحفظ باوري كړو او خزله په ښه ډول ځاے ته ورسوٶ, وزيراعظم ووئيل د كنهار درياب ټراٶټ كب ګرد هېواد كښې خوښېږي ٬ د دې حفاظت او پېداوار زياتولو ته دې پام لرنه وكړې شي.

وزيراعظم ووئيل سېلګرۍ سره به هېواد ته پېسه راشي او اولس ته به روزګار ترلاسه شي٬ سوئټزر لېنډ كوم چې زمونږ په مقابل كښې وړوكے هېواد دے٬ په سېلګرۍ اتيا اربه ډالره ګټي او زمونږ مجموعي برآمدات ۲۵ اربه ډالره دي٬د سوئټزرلېنډ څخه زياته ښكلا زمونږ په دې سيمو كښې شته خو مونږ د دې تحفظ نه كوٶ, وزيراعظم ووئېل مونږ له دې ته پام كول ديچې د سېل ځايونو او د خپلو سيمو خاص خيال اوساتو۔۔

شیئر یې کړی