قبائيلي ضلع خيبر: د ضلعي انتظاميې او پاک فوځ په مرسته پرانسته کچهري تابيا شوې

د خيبر پختونخوا صوبائي حکومت په امر د قبائيلي ضلع خيبر ډپټي کمشنر منصور ارشد په مشرۍ کښې د ضلعې لرې پرته سيمه باغ ميدان تيراه کښې پرانسته کچهري تابيا شوې چې پکښې د ضلعي انتظاميې پشمول د پاک فوځ افسرانو هم ګډون کړې وو.

دغه پرانسته کچهرۍ کښې ایډیشنل ډپټی کمشنر نور ولی خان،ایډیشنل ډپټی کمشنر(ریلیف)نوید اکبر، اسسټنټ کمشنر باړہ نیک محمد بنګش،اسسټنټ کمشنر جمرود جواد علی،ایډیشنل اسسټنټ کمشنر شاہ وزیر،محکمه صحت،تعلیم،لائیوسټاک، زراعت،بلدیات،تحصیل میونسپل افسران،تحصیلداران او ګڼ شمير ځائي خلک هم شريک وو.

ځائي خلکو د ډپټي کمشنر وړاندې د سي ايل سي پي معاوضو کښې راپيښې ستونزې, د بازار لارو کوڅو تعمير, سروے ډلو کښې تندي راوستل, تعليمي ادارې ودانول, د متاثرينو بيا وداني, د صفا اوبو نظام او دغه شان ګڼ شمير بنيادي اسانيو غوښتنه کيښوده.

ډپټي کمشنر منصور ارشد وئيلي چې د صوبائي حکومت په احکاماتو د انتظاميې او ځائي اولس ترمينځ فاصلې ختمولې شي او د دغه مقصد لپاره دا قسمه کچهرۍ بيا بيا تابيا کولې شي, دوي د ګڼ شمير ستونزو حل کولو لپاره ضلعي انتظاميې افسرانو ته امر کړې او اولس ته ئي باور ورکړې چې د دوي ټولې ستونزې به مرحله وار حل کولې شي.

شیئر یې کړی