شهباز شريف سره د بجټ په ضد څه وئيلو له هېڅ نشته، چوهدري فواد حسېن

د تحريک انصاف د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چودهري فواد حسين د پاکستان مسلم ليګ ن په مشر شهباز شريف سختې نيوکې کړي او وئيلي ئي دي چې شهباز شريف سره د بجټ په ضد تنقيد کولو لپاره هېڅ هم نشته ځکه چې بجټ د اولس خير لپاره وړاندې کړې شوې.

په ټويټر پيغام کښې د تحريک انصاف د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چودهري فواد حسين شهباز شريف سره د بجټ په ضد وئيلو له هېڅ نشته، د وزير اعظم عمران خان سياسي و معاشي تګلاري هغه كلين بولډ كړے دے.

د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چودهري فواد حسين زياته کړې اپوزيشن لارښود د حكومت په معاشي پاليسي په كومه خوله ټكونه كوي دغسې هغوي ته معلومه ده چې د هغوي د خپل ګوند د خزاني پخواني وزير كمپنۍ ريكارډ ګټه كړې, وفاقي وزير ووئيل عمران خان د پاكستان معيشت د پرمختګ پلو روان كړې

شیئر یې کړی