د تېرو ۲۴ ساعتونو په مهال د كورونا وائرس ۱۰۱۹ نوي كيسونه رپورټ شوي, اين سي او سي

د تېرو ۲۴ ساعتونو په مهال د كورونا وائرس له امله پنجاب نه پس خېبر پښتونخوا كښې زيات زيات كسان مړه شوي۔ ټول هېواد كښې د تېرو ۲۴ ساعتونو په مهال د كورونا وائرس له امله ۳۴ كسان مړه شوي چې پكښې ۹ كسان په وينټيليټرز ؤ.

د نېشنل كمانډ اينډ آپريشن سينټر د اړخه جاري شوې شمېرو له مخي د تېرو ۲۴ ساعتونو په مهال ټول هېواد كښې د يو زر ۱۹ كسانو كووډ۔ ۱۹ ټېسټ مثبت راغلې, د تېرو ۲۴ ساعتونو په مهال د كورونا ۳۹ زره ۲۱۴ ټېسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې ۱۲ زره ۸۲۵، پنجاب كښې ۱۲ زره ۸، خېبر پښتونخوا كښې ۹ زره ۲۵۰، اسلام آباد كښې ۳ زره ۴۸۶، بلوچستان كښې ۸۹۳،ګلګت بلتستان كښې ۳۶۱، آزاد كشمير كښې ۳۹۱ ټيسټ شامل دي.

تر اوسه ټول هېواد كښې كووډ۔۱۹ څخه د ښه شوې كسانو شمېره ۸ لكهه ۷۸ زره ۷۴۰ ته رسيدلي, بلوچستان، آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې د كووډ۔۱۹ كوم هم رنځور دا مهال په وينټيليټرز نشته دغسې ټول هېواد كښې كووډ۔۱۹ لپاره په بيل شوي وينټيليټرز ۳۲۲ رنځوران دي۔ ټول هېواد كښې د كووډ۔۱۹ اېكټو كېسونو شميره ۴۱ زره ۷۲۶ ده.

ټول هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره ۹ لكهه ۴۲ زره ۱۸۹ ده چې پكښې آزاد كشمير كښې ۱۹ زره ۷۸۳، بلوچستان كښې ۲۶ زره ۲۳۲، ګلګت بلتستان كښې ۵ زره ۷۱۲، اسلام آباد كښې ۸۲ زره ۱۳۹، خيبر پختونخوا كښې يو لكه ۳۶ زره ۷۴، پنجاب كښې ۳ لكهه ۴۴ زره ۶۵ او سندھ كښې ۳ لكهه ۲۸ زره ۱۸۴ رنځوران دي.

ټول هېواد كښې د كووډ۔۱۹ له امله د مړو شويو شميره ۲۱ زره ۷۲۳ ده چې پكښې سندھ كښې ۵ زره ۲۴۳ كسان مړه شوي دغسې د تېرو ۲۴ ساعتونو په مهال ۶ رنځوران روغتونونو كښې دغسې يو رنځور كور كښې د قرنطينه په مهال د دې وائرس له امله مړ شوے۔ تر اوسه ټول هېواد كښې د كورونا يو كروړ ۳۸ لكهه ۵۷ زره ۲۵۰ ټېسټونه شوي.

شیئر یې کړی