کرم: د ضلعي انتظاميې او محکمه صحت په مرسته د کورونا مخنيوي کمپائن کاميابۍ سره روان دې

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلع کرم کښې د ګرد هيواد پشان د کورونا مخنيوي کمپائن کاميابۍ سره روان دې, دغه کمپائن کښي د ضلعي انتظاميې, محکمه صحت او ځائي خلکو په مرسته ګڼ شمير تنانو ته ويکسين لګولې شوي او دغه عمل مخ په وړاندې روان دے.

د ضلع کرم ډپټي کمشنر دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د کورونا وبا مخنيوي لپاره ګرده ضلع کښې د کورونا ويکسينيشن عمل روان دے, په دغه اړه د خکته کرمې اسسټنټ کمشنر حامد خان او ډي ايچ او ډاکټر عنايت الرحمان په مشرۍ کښې ځائي خلکو ته ويکسين لګولې شوي دي.

جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي چې د محکمه صحت او ضلعي انتظاميې افسران د دغه عمل څارنه کوي او دا چې ځائي خلک هم د دوي سره مکمله مرسته کوي, د خکته کرمې لرې پرتو سمو کښې هم ځائي اولس د علاج په غرض دغه ويکسين لګولي او پراپيګنډې ئي رد کړي دي.

شیئر یې کړی