شمالي وزيرستان: ميرانشاه پاسپورټ دفتر آپريشنل شو

د شمالي وزيرستان په ميرانشاه سيمه کښې پاسپورټ دفتر په باقاعده توګه آپريشنل شوے چې له امله ئي ځائي خلکو د خوشحالۍ څرګندونه کړې ځکه چې بهر هيوادونو ته د مزدورو په غرض تلونکو ته ګڼ شمير ستونزې رامخې ته وې, ياده دې وي چې د جون په پنځمه نيټه شيخ رشيد احمد د دې دفتر پرانسته کړې وه.

د ميرانشاه پريس کلب خبريالانو د ميرانشاه پاسپورټ دفتر دوره کړې, د دفتر عملې خبريالانو ته د اسانيو په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړې, بريفنګ کښې دوي وئيلي چې اوس ځائي خلک خپل ښار کښې نزدې پاسپورټ ترلاسه کولې شي ځکه چې د ميرانشاه پاسپورټ دفتر د هر قسمه اسانيو سره خپل کار شروع کړې.

په دې موقعه اسسټنټ ډائريکټر اجمل خان خبريالانو ته وئيلي چي هره ورځ شل ټوکنې جاري کولې شي ولې د کورونا وبا له امله بهر تلونکو شميره کمه شوې, دوي وئيلي چې مونږ اولس ته ون ونډو آپريشن, د صفا اوبو اسانيو سره سره هر قسمه سهولتونه ورکړي دي.

دوي وړاندې وئيلي چې ډير زر به دې دفتر کښې زنانه عمله هم تعينات کړې شي چې ځائي زنانو ته پاسپورټ جوړولو کښې څه قسمه ستونزې نه وي , دوي وئيلي چې د دې نه وړاندې به ځائې خلکو د پاسپورټ جوړولو لپاره لرې پرتو سيمو ته سفر کوو ولې اوس دغه ستونزې ختمې شوي.

شیئر یې کړی