محسن داوړ او د هغه سياسي ګوند هيڅ اهميت نه لري, ايمل ولي خان

د عوامي نيشنل ګوند صوبائي مشر ايمل ولي خان وئيلي چې د پختون تحفظ موومنټ نه ټاکل شوے د قامي اسمبلئ غړے محسن داوړ او د هغه سياسي ګوند زما لپاره هيڅ اهميت نه لري, ايمل ولي خان دغه خبره د ثنا يوسفزے د ټويټ په ځواب کښې کړې ده.

په ټويټر ثنا يوسفزے د عوامي نيشنل ګوند صوبائي مشر ايمل ولي خان باندې غږ کړې او پوښتلي ئي دي چې د محسن داوړ نوې سياسي ګوند په اړه ستاسو سوچ څه دے؟ ليکي چې پښتانه د وړاندې نه تقسيم دي, آيا د محسن داوړ دغه ګام به فشار زياتوي او که يوه غوره پختونخوا جوړولو کښې به مرستيال ګوند وي؟

د ثنا يوسفزے د دغه ټويټ په ځواب کښې ايمل ولي خان مختصر او لنډ ټويټ کړې او ليکلي ئي دي چې دا خبرې زما لپاره څه قسمه اهميت نه لري.

ياده دې وي چې د پختون تحفظ موومنټ د قامي اسمبلۍ غړے محسن داوړ د پي ټي ايم نه وړاندې د عوامي نيشنل ګوند د ځوانانو مشري کوله ولې کله چې پي ټي ايم په وجود کښې راغې نو محسن داوړ د ايمل ولي خان نه زيات خور شو او پختنو کښې ئي ځانګړې ځائې جوړ کړو.

د کله نه چې پختون تحفظ موومنټ خپلې هڅې شروع کړي دي نو د هغه ورځ نه اے اين پي او د دې مشران په عجيبه اضطراب کښې پراته دي او بيا بيا د ايمل ولي خان بيانونه څرګندوي چې د اے اين پي مشرانو ته د پي ټي ايم نه يره رايښه ده او دا چې د کله نه محسن داوړ د سياسي ګوند اعلان کړې نو ايمل ولي خان هم خپلې هڅې تر قبائيلي سيمو غزولي دي.

د پاکستان په سياست پوهه خبريالان او پوهان وائي چې د محسن داوړ سياسي ګوند به عوامي نيشنل ګوند ته زيان رسولو کښې کامياب شي او يره ده چې پختانه د محسن داوړ ملګرتيا اوکړي, دغه وجه ده چې ايمل ولي خان خپل بيانونو کښې بيا بيا په پي ټي ايم نيوکې کوي.

شیئر یې کړی