د سعودي لخوا د حج په اړه د پريكړی مكمل تائيد كوو٬ حافظ طاهر محمود اشرافي

د وزيراعظم د مذهبي هم غږۍ او مينځني ختيز خاص استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرافي وئېلي دي چې د سعودي لخوا د حج په اړه د پريكړی مكمل تائيد كوو٬د كورونا بدلېدونكي صورتحال له امله دا مناسب او درست پريكړه ده.

پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرافي ده دا خبرې سعودي ته په نجي دوره د روانېدو په موقع مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې, حافظ طاهر محمود اشرافي ووئيل چې حج يوه فريضه ده كومه چې استطاعت سره مشروط كړې شوې.

دوي وئيلي چې په استطاعت كښې د سفر امن٬صحت٬سفري اخراجات او اهل و عيال سره اخراجات مكمل كېدل دي٬په اوسنو حالاتو كښې د كورونا وبا له امله په سفر كښې هم ستونزې دي او د صحت احوال هم د اطمينان وړ نه دي.

د سعودي حكومت د اسلامي نړۍ د مذهبي مشرانو په مشوره چې كومه پريكړه كړې هغه د ستائنې وړ ده, د پاكستان حكومت٬د پاكستان دارالافتا او د پاكستان علماﺀ كونسل پشمول د ټول مكاتب فكر علماﺀ او مشائح د دې تائيد كوي, ده ووئيل چې په اوسنو حالاتو كښې ۶۰ زره حاجيانو لپاره انتظامات كول به هم د سعودي حكومت په غوره كارنامو كښې وي.

شیئر یې کړی