د پاک فوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه د سيالکوټ او کوټلي دوره کړې

د پاک فوځ عامو اړيکو څانګې آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د پاک فوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه د سيالکوټ او کوټلي دوره کړې, سر لښکر په سيالکوټ کښې د جنګي مشقونو آخري سيشن څارنه هم کړې ده.

آئي ايس پي آر وئيلي چې سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه ته په سيالکوټ د جنګي مشقونو په اړه تفصيلي بريفنګ هم ورکړې شو او دا چې سر لښکر د مشقونو ګډونوالو هنر هم ستائيلې او دوي ته ئي داد هم ورکړې دے. په دې موقعه کورکمانډر ليفټننټ جنرل عاصم منير د سر لښکر هرکلې کړې.

د عامو اړيکو څانګې آئي ايس پي آر په خپل بيان کښې وړاندې وئيلي چې سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه په کوټلي کښې د تسخير جبل مشقونو څارنه هم کړې ده او دا چې په کوټلي کښې هم دوي ته د مشقونو په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړې شوې دے.

شیئر یې کړی