د ضلعي انتظاميې په مرسته “کلين او ګرين مردان” مهم کاميابۍ سره روان دې

د خيبر پختونخوا صوبائي حکومت په احکاماتو د مردان ضلعي انتظاميې د صفا او خکلي مردان لپاره هڅې شروع کړي دي او دغه هڅو له ئي د “کلين اينډ ګرين” مردان نوم ورکړې. د ډپټي کمشنر مردان حبيب عارف په مشرۍ کښې د صفائې اونۍ روان ده.

د صفائې د اونۍ په مهال نن د ايډيشنل ډپټي کمشنر نيک محمد او منیجر میونسپل سروسز خلیل اکبر په مشرۍ کښې واټر اینډ سینیټشن سروسز کمپنی مردان د بيدارۍ لاريون پيل کړې کوم چې د کالج چوک نه شروع شوې وو او د عبدالولي خان پوهنتون مين کيمپس سره سرته اورسيدو .

د صفائې مهم دغه آګاهي لاريون کښې ګډونوالو په لاسونو کښې بينرې او فليکسونه نيولي وو چې د صفائې لپاره پرې د بيدارۍ نعرې ليکل شوې وې, په دې مهال د واټر سينيټيشن سروسز ګڼ شمير غړو د لارو صفائي هم اوکړو د مردان د بيلا بيلو سيمو نه ئي ګندونه ټول کړل.

ايډيشنل ډپټي کمشنر نيک محمد د آګاهئ مهم په مهال د ډبليو ايس ايس سي ايم ستائينه کړې او وئيلي ئي دي چې مردان زمونږ د ټولو په ګډه ښار دې او د ضلعي انتظاميې پشمول د هر وګړي ذمه واري جوړيږي چې د صفائي مهم کښې خپل کردار اولوبوي.

منیجر میونسپل سروسز خلیل اکبر د لاريون ګډونوالو ته خپله وينا کښې وئيلي چې د مردان ښار څوارلس يونين کونسلو نه هره ورځ ۱۶۰ ټن کچرا راټوليږي او هره ورځ د نالو صفائي هم کولې شي, دوي وئيلي چې دې اونۍ کښې به د ښار لوئې لارې صفا کولې شي ولې اولس له هم پکار دي چې دې عمل کښې زمونږ مرسته اوکړي.

شیئر یې کړی