لکي مروت: د ترهګرۍ د پيښو ښکار شوي شهيدانو وارثانو ته امدادي چيکونه ورکړې شوي

د خيبر پختونخوا صوبائي حکومت لخوا لکي مروت ښار کښې د ترهګرۍ ښکار شوي درې سويلين وارثانو ته د پنځه پنځه لکهه روپو امدادي چيکونه ورکړې شوي دي, د شهيدانو وارثانو په دغه امدادي چيکونو د صوبائي حکومت او ضلعي انتظاميې خصوصي شکريه ادا کړې.

د صوبائي حکومت په امر ډپټی کمشنر عبدالحسیب په محله باغبان کښې وارثانو ته چيکونه حواله کړي دي, په دغه اړه يوه خصوصي دستوره راجوړه کړې شوې وه چې پکښې د ضلعي انتظاميې پشمول د سيمې سياسي او سماجي مشرانو په ګڼ شمير کښې ګډون کړې وو.

شهيدانو کښې محمدګل، عبدالحمید او جهانګیر خان شامل وو څوک چې د جنورۍ په شلمه نيټه د کچهرو مخې ته شهيدان کړې شوي وو, د دوي وارثانو په ژړغوني ماحول کښي چيکونه ترلاسه کړي دي او دا چې د حکومت او ضلعي انتظاميې ئي خصوصي شکريه ادا کړې.

په دې موقعه ډپټي کمشنر عبدالحسيب وئيلي چې دوي ته دا امدادي رقم د “سويلين وکټم سپورټ” فنډ نه ورکړې شوي کوم چې د دوي قانوني او اخلاقي حق وو, دوي په اولس غږ کړې چې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د هيواد انتظاميي او عسکري ډلو سره ملګرتيا اوکړي او د قانون عملداري يقيني کړي.

شیئر یې کړی